دسردارولي لنډه پېژندنه
ږېږنده:.
ما (سردارولي) په ۱۹۸۶ ږېږدي کال د اپرېل په ۲مه دکوټي دسرانانو دکډوالو په خېمه کې دې نياته سترگي پرانستي .خو اصلي اوپلرنی ټاټوبۍ مې د"کندهار ولايت د ارغستان ولسوالۍد تحسيلدار" کلاکلی دی . زه دحاجي ملک موسي جان زوي،دصاحب خان لمسی ،داکبر خان کړوسی او دفقارخان کودی په خټه پوپلزی پښتون يم.
زده کړي:.
زه خوار بايد په زغرده وه وايم چې زه په يوه تور،ناپوهه،په خپله خاني کې ورک اوشوړېدلي زاړه دودېز چاپريال کې پنځه کلن سوم،
دپنځه کلني څخه يوې ځاي مدرسې ته ورتلم چې يوازي دشکنجې لپاره وه.يو ګال وروسته يو په نامه ښونځي دکډوالو کېمپ ته راغلی،په شپږ کاله کې مې اوه ټولګی په برياليتوب سره ترسره کړه.
په ۱۹۹۷ ږېږدي اپريل کې مي کډه په شا کندهار ته ولاړم ،په همدې مياشت کې مې په "جامعه اشرفيه" کې اتم او نهم ټولګي ترسره کړه خو بري ليک چاته نه ورکول کېده
دلسم لپاره مې ځان دزرغونې انا افغان ترک عالي ليسې ته ورساوه .
داکتوبر په يوه ماپښين دلسې ښوونکي ټولکی ته راغلل په ژړه غوني ږغ يې و ه ويل"...ويل کيږي چې داليسه هم دامريکايي بمونو دخوراک په ليسټ کې ده .نوباي