Ali Achakzai's profile picture

Ali Achakzai

څنګه چې پورته کړې سپوږمۍ ښایسته اسمان کړې ربه (تره خیل)

داسي روښانه په اسیا افغانستان کړې ربه

چې ستا کلام ته باري ربه څوک په سپکه ګوري

خوار او ذلیله شرمنده یې په جهان کړې ربه

چې مي په نیمه ښپه دکور په دیوالو را اوړي

ټینګه پرې نښه دمومن دمسلمان کړې ربه

چې مي دکور موږک دکور کندو ته لار ورښیي

پیشو راپیښه کړي پر ې ورک دا موږکان کړې ربه

د(تره خیل )په تبه مرګ نه دي پکار خالقه !

نصیب یې ستا دجنت حوري او غلمان کړې ربه