Ghuncha Pashtana's profile picture

Ghuncha Pashtana

ته دي شمېره د اسمان ستوري غونچې!
پر تا به نُور د مينې اوري غونچې!
ستا په ديدن چي يې تېزېږي نظر
جانان به ولې بل ته ګوري غونچې!
د ظلم غشي مي لګېږي پر تن
راځي له هره يوهْ لوري غونچې!
چي را روان وي تور سېلاب د بېلتون
ځان به ترې څرنګه څوك ژغوري غونچې!؟
د جانان ياد، غم، اندېښنې او ژړا
دي مي عجب خواږه څنګلوري غونچې!
نه مي لوريږي بې جانانه پر بل
د خپلو زلفو ساړه سيوري غونچې!

No shows to display

When Ghuncha Pashtana adds shows they will be shown here